د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، د افغانستان د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د ۳۰ بستریز روغتونونو جوړول منظور شوي او په یو شمېر سیمو کې یې چارې پیل شوې دي. نور جلال جلالي د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون د چارو د پیل په مراسمو کې ویلي چې د دغو روغتونونو په جوړېدو سره به د لرې پرتو ولسوالیو روغتیایي ستونزې تر ډېره حل شي. د ډنډ پټان اوسېدونکي وایي، پخوا یې ناروغان د درملنې لپاره ګردېز او څمکنیو ولسوالیو ته لېږدول، چې خرابو لارو او اقتصادي ستونزو یې ستونزې زیاتولې.








