د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شهابالدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره لیدلي او د بشري مرستو او روغتیايي خدماتو پر پراختیا یې خبرې کړې دي. د افغاني سرې میاشتې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان پر بشري وضعیت، د اړمنو کورنیو پر اړتیاوو او له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شویو کډوالو پر ملاتړ بحث شوی دی. دلاور د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د بریتانیا د مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې راستنې شوې کورنۍ سرپناه، خوراکي او غیرخوراکي توکو او روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري. لینډسي هم د روغتیايي خدماتو په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره د هڅو ډاډ ورکړی دی.








