د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د شاتو تولید د تېر کال له ۶ ټنو څخه په روان کال کې ۷ ټنو ته لوړ شوی، چې ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي. د مسوولینو په خبره اوس مهال په بلخ کې د مچیو روزنې نږدې ۵۰ فارمونه فعالیت لري. د مچیو روزونکي طغرل نقشبندي، چې له دوو لسیزو راهیسې په دې برخه کې کار کوي، وایي، سږ کال یې یو ټن شات تولید کړي او محصولات یې ایران، سعودي عربستان او ازبکستان ته صادروي. نقشبندي او یو شمېر نور د مچیو روزونکي په بازارونو کې د بېکیفیته وارداتي شاتو له شتون اندېښنه لري او غوښتنه کوي، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره دې د دغه ډول شاتو د واردولو مخه ونیول شي.








