د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)وایي، د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۶.۶ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. یونیسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه خدمات د ۲ زره او ۳۹۰ ثابتو روغتیايي مرکزونو او ۱۶ ګرځنده مرکزونو له لارې وړاندې شوي دي. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۱۴۹ زره او ۴۷۶ کسانو ته پاکې اوبه برابرې شوې او ۱۳۵ زره او ۱۶۴ کسانو لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی. یونیسف زیاته کړې چې ۴۳۳ زره او ۵۶۸ کسانو ته د تغذیې، واکسین، د ناروغیو مخنیوي، رواني روغتیا، حفظالصحې او د شدیدې نسناستې د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.








