د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي توماس فریلېسن د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي او د سیاسي، بشري موضوعاتو او له نشهیي توکو سره د مبارزې په اړه یې خبرې کړې دي. فریلېسن د امنیت د ټینګښت او له نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ا.ا د لاسته راوړنو یادونه کړې ده. امیرخان متقي ویلي، چې له نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې د پرمختګونو سربېره، نړیوالې ټولنې له بزګرانو سره د بدیل معیشت برابرولو لپاره اړینې مرستې نه دي کړې. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان د امنیت او له نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې د دې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو د پراختیا ډاډ ورکړی دی.








