د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهام صالح وایي، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې نږدې اووه میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي. نوموړي د دغه سازمان د اجرائیوي کمېټې په غونډه کې ویلي، ډېری دغه کسان په سختو شرایطو کې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د برهام صالح په وینا، په افغانستان کې خلک له بېوزلۍ، د خدمتونو له کمښت او بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي او د وضعیت د ښه کېدو لپاره د نړیوالې پانګونې او ملاتړ زیاتوالي ته اړتیا ده.








