د بلخ والي محمد یوسف وفا په کابل کې د ترکیې له سفیر سادین ایلدز سره لیدلي او د بلخ او ترکیې ترمنځ یې د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د بلخ د والي ویاند حاجي زید وایي، په دې کتنه کې په ترکیه کې د بلخ سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او همدارنګه سوداګرو او ناروغانو ته د ویزو د ورکړې د بهیر پر اسانه کولو هم بحث شوی دی.








