د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره د دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د سیمهییز امنیت، له نشهیي توکو سره د مبارزې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث شوی دی. متقي د روسیې له رهبرۍ څخه د افغانستان د رسمیت پېژندنې له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې د سیمهییز امنیت د ټینګښت او له نشهیي توکو سره د مبارزې هڅو ته دوام ورکوي. شویګو هم د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو یادونه کړې او د سیاسي مشورو او عملي همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.








