د ریاستالوزرا د دفتر رییس عبدالواسع خادم په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې د خادم له قوله ویلي، کابل او ریاض ښې اړیکې لري او هڅه کېږي له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې پیاوړې او په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې شي.








