د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، د روان ۱۴۰۵ مالي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۴۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. دغه څرګندونې د هرات ښاروالۍ د روان مالي کال د دویمې ربعې د فعالیتونو او لاستهراوړنو د حساب ورکونې په غونډه کې شوې دي. د ښاروالۍ مسوولین وایي، د روان کال تر پایه به په هرات ښار او اړوندو سیمو کې ټولټال ۸۰ پراختیايي پروژې پلې شي.








