د یمن حکومت پلوي ځواکونو ویلي، د حوثیانو پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو له پیل یوه ورځ وروسته، دوی د بابالمندب تنګي کنټرول په لاس کې لري. د یمن پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هېواد ځواکونو د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په ملاتړ د دوشنبې په ماښام د سره سمندرګي پر ساحل د مخا ښار د نیولو ادعا کړې ده. خو رویټرز او فرانسې خبري اژانس ته د یمن حکومت او پوځ ځینو سرچینو ویلي چې حکومتي ځواکونه یوازې د مخا ښار تر څنډو رسېدلي او د ښار بشپړ کنټرول لا نه دی تایید شوی.








