د خوست والي عبدالرحمن حقاني وایي، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه ملي وجیبه بللې او ویلي یې دي چې د خپلې خاورې، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی. د خوست ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې حقاني د خپلمنځي شخړو د مخنیوي او هواري پر اړتیا هم ټینګار کړی او له قومي مخورو، علماوو او ځوانانو یې غوښتي چې د اختلافاتو د رامنځته کېدو د مخنیوي او شته شخړو د حل په برخه کې لا ډېر رول ولوبوي.








