د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش نن په د درې ورځني سفر له امریکا څخه پاکستان ته روانېږي. ګوترېش به د دغه سفر پر مهال د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره پر لیدنو سربېره، د دغه هېواد له یو شمېر دولتي ادارو او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو له استازولیو هم لیدنه وکړي. ټاکل شوې، د سفر په ترڅ کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د ملاتړ او د دغو خبرو په برخه کې د پاکستان د ډیپلوماټیکو او منځګړیتوب هڅو په اړه هم خبرې وشي.








