د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د قرهباغ ولسوالۍ په «قلوچ» سیمه کې خلکو په خپل شخصي لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ کړی دی. د مالوماتو له مخې د دغه مرکز پر ودانۍ شاوخوا ۵.۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. د سرچینو په خبره، د قلوچ سیمې اوسېدونکي تر دې وړاندې د روغتیايي مرکز د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وو. د غزني اوسېدونکو تر دې وړاندې هم په خپل لګښت یو شمېر ټولګټې پروژې جوړې کړې دي.








