په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علیرضا بېګدلي وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ د ټرانزیټ او لوژستیک په برخو کې، په ځانګړي ډول د چابهار او بندرعباس بندرونو د کارونې په برخه کې، همکاري پراخه شوې ده. نوموړی وايي، افغانستان د چابهار بندر اړوند چارو د تعقیب لپاره خپل استازی ایران ته ورپېژندلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه خبرې روانې دي. بېګدلي زیاتوي، ایران هڅه کوي چې له افغانستان سره اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې لا پراخې کړي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستیال بیا ویلي، د چابهار بندر پر فعالیتونو محدودیتونه په اوږدمهال کې د افغانستان سوداګرۍ ته زیان رسولی شي.








