د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام میسري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره کتلي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جسوال ویلي، میسري په دې کتنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو بشري اړتیاوو ته باید لومړیتوب ورکړل شي. نوموړي په افغانستان کې د یوناما د رول ستاینه کړې او له دغه ماموریت سره یې د هند د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.








