د امریکا پوځ وایي، په کارابین سمندر کې یې د نشهیي توکو پر یوې قاچاقي کښتۍ برید کړی چې په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، له تېر کال راهیسې په کارابین سمندر او ختیځ ارام سمندر کې د امریکا د ورته بریدونو له امله تر ۲۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د بشري حقونو ډلې پر دغو بریدونو نیوکه کړې او هغه له قضایي بهیر پرته وژنې بولي.








