د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان په لاهور کې د خپل کور مخې ته د پولیسو له خوا نیول شوې ده. د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پنجاب څانګې ویاند ویلي، چې نوموړې د سپټمبر په ۲۷مه اسلاماباد ته د دغه ګوند د پلان شوي لاریون په درشل کې نیول شوې ده. پاکستاني رسنیو ویلي، علیمه خان له خپل موټرچلوونکي سره له کوره وتلې وه، چې پولیسو یې موټر درولی او نوموړې یې له ځان سره وړې ده. د راپور له مخې، علیمه خان وروسته کوټ لکپټ زندان ته لېږدول شوې، خو د هغې د نیول کېدو په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت او پولیسو رسمي څه نه دي ویلي.








