د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، له پاکستانه راستنېدونکي افغانان د سرپناه، د ماشومانو د زدهکړو او د کار او بوختیاوو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري. اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه افغانان هڅه کوي خپل ژوند له «صفره» بېرته پیل کړي. اوچا خبرداری ورکړی چې د ژمي په نږدې کېدو سره به د راستنو شویو افغانانو بشري اړتیاوې لا زیاتې شي او د بېړنیو مرستو اړتیا به پراخه شي.








