الجزیرې راپور ورکړی چې په اروپا کې د ښياړخو ګوندونو د نفوذ له زیاتېدو سره د زرګونو افغان کډوالو د راتلونکي په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. راپور زیاتوي چې د اروپا د ښياړخو ګوندونو پیاوړتیا ښايي د کډوالۍ د محدودولو، د پناه غوښتنې د شرایطو د سختولو او د هغو کډوالو د بېرته ستنولو لامل شي چې د پاتې کېدو قانوني شرایط نه پوره کوي.








