د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي نیکولا بیلومو د کابل له تاریخي بالاحصار څخه د لیدنې پر مهال د دغه تاریخي ځای د ساتنې او د افغانانو د مسلکي زدهکړو په اړه د اروپايي ټولنې د یوه نوښت خبر ورکړی دی. بیلومو پر اېکس لیکلي، اروپايي ټولنه د اغا خان له کلتوري بنسټ سره په همکارۍ ۳۰۰ افغانانو ته د دودیزو ودانیزو چارو د مهارتونو د زدهکړې زمینه برابروي. د نوموړي په وینا، دغه پروګرام به له یوې خوا د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو په ساتنه کې مرسته وکړي او له بلې خوا به د یو شمېر افغانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.








