د خیبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ د پهاړپور په شاه حسنخېل سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ډزو په پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا، په نښته کې د یوې کورنۍ پنځه غړي او د بلې کورنۍ یو غړی وژل شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیس وايي، دغه نښته د دواړو ډلو ترمنځ د پخوانۍ شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.








