د روغتیا نړیوال سازمان د سیمهییز دفتر رییسې، حنان بلخي، ویلي چې په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۱۴.۴ میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري. نوموړې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د بودجې د کمښت له امله د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه نږدې ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه درېدلي دي، چې له امله یې د ګڼو خلکو د روغتیايي خدمتونو لاسرسی اغېزمن شوی دی. بلخي د پولیو د څارنې بورډ د پلاوي د سفر پر مهال په کندهار کې د میرویس روغتون له ډاکټرانو، نرسانو او روغتیايي کارکوونکو سره د لیدنې یادونه هم کړې ده. هغې ټینګار کړی چې د روغتیايي خدمتونو د دوام، د پولیو پر وړاندې د مبارزې او اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره دوامدار نړیوال مالي ملاتړ ډېر مهم دی.








