د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د اسراییل «جګړهغوښتونکي» حکومت ته باید اجازه ورنه کړل شي چې یو ځل بیا سیمه د تاوتریخوالي او بېثباتۍ پر لور بوځي. اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې اردوغان دا څرګندونې په استانبول کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ګډه خبري ناسته کې کړې دي. اردوغان ویلي: «اجازه دې نه ورکول کېږي چې د اسراییل اوسنی جګړهغوښتونکی حکومت یو ځل بیا زموږ سیمه د باروتو او وینې په سیلاب کې ډوبه کړي.» د ترکیې ولسمشر زیاته کړې، چې هېواد یې غواړي د سیمې ټول خلک، د دیني باورونو له توپیر پرته، په سوله، ثبات او امنیت کې ژوند وکړي.








