کابل ښاریان وايي د هوا له تودېدو سره په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ زیاتې شوې دي او دغه وضعیت د دوی ورځنی ژوند او کاروبار له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د کابل اوسېدونکي وایي چې د اړتیا زیاتېدو سره هممهاله د برېښنا کمښت پراخ شوی او د مهالوېش نشتوالی یې ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. دوی د کورني برېښنا تولید او د وارداتي برېښنا پر تکیې د کمولو غوښتنه کوي. د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د پرچاويو لامل د اوړي په موسم کې د مصرف زیاتوالی، د وارداتي برېښنا کمښت او تخنیکي ستونزې دي. چارواکي ډاډ ورکوي چې د شبکې د ښه مدیریت او د عادلانه وېش لپاره هڅې روانې دي.








