د زابل د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکو په تېرو دوو کلونو کې په خپل شخصي لګښت د نهو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړې دي. پر دغو ودانیو درې میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او شاوخوا ۱۵ زره زده کوونکو ته یې د خوندي زده کړو زمینه برابره کړې ده. د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، خلکو د ښوونځیو د ودانیو ترڅنګ د پاکو اوبو او برېښنا په برابرولو کې هم مرسته کړې ده. په زابل کې دا مهال ۱۶۰ ښوونځي فعال دي، خو ۶۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري.








