د ایران له زندانونو څخه د افغان بندیانو د لېږد بهیر د وروستیو نږدې پنځو کلونو په موده کې دوام لري، چې تر اوسه ۲ زره او ۶۵۰ افغان بندیان هېواد ته را ستانه شوي دي. دا لېږد د کابل او تهران ترمنځ د محکومینو د تبادلې د هوکړهلیک پر بنسټ ترسره شوی دی. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند، محمدنسیم لالهاند وایي چې دا بندیان د خپلو پاتې سزاوو د تېرولو لپاره افغان زندانونو ته سپارل شوي دي. چارواکي ټینګار کوي چې له ایران سره د نورو بندیانو د لېږد په اړه خبرې روانې دي او دا بهیر به دوام ومومي.








