د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې وسلهوالې نښتې پای ته ورسوي او خپل اختلافات د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. دغه وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي کړکېچ د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغو نښتو تر ټولو ډېر زیان ملکي وګړو ته رسېږي.








