د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش ویلي، له اقلیمي بدلون سره مبارزه یوازې په خبرو او مذاکراتو نه، بلکې په عملي اقداماتو بریالۍ کېدای شي. ګوټرېش د جون په ۲۷مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې سیمهییز مشران باید د پاکې انرژۍ پر لور د بدلون بهیر چټک، عادلانه او د ټولو لپاره د امنیت، مقاومت او هوساینې تضمینوونکی کړي. هغه ټینګار کړی چې ملګري ملتونه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دغو عملي هڅو ملاتړ کوي.








