د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین، مولوي قدرتالله جمال، په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي او د دغه هېواد له کلتوري اتشې سید روحالله حسيني سره د ګرځندوی او کلتوري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنهکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاحتي همکاریو پر پراختیا، د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو، او د سفر، زیارت، درملنې او زدهکړو د بهیر پر اسانه کولو بحث وشو. دواړو لورو دغه راز د ګډو فرهنګي پروګرامونو د پراختیا او د سیلانیانو د تګ راتګ د زیاتوالي پر اهمیت هم ټینګار وکړ.








