اتصالات افغانستان په رسمي ډول اي انډ ته د نوم د بدلون خبر ورکړ، چې دا د یاد شرکت د پرمختګ په لاره کې یو مهم پړاو دی او موخه یې دا ده چې په افغانستان کې د ټکنالوژۍ او ډیجیټلي چوپړتیاوو مخکښ وړاندې کوونکی شي. د دې بدلون د نمانځلو په موخه، پرون یاد شرکت د کابل په مرکزي دفتر کې د نوي نښان (لوګو) د پیژندنې ځانګړې غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د شرکت مشرتابه، د رسنیو استازو، شریکانو او دولتي چارواکو ګډون درلود. د دې بدلون د یوې برخې په توګه، e& افغانستان اعلان وکړ چې د خپلې شبکې پوښښ به لا پراخ کړي او خپلو پیریدونکو ته به لا ډېر نوښتګرې ډیجیټلي حل لارې او ځانګړي وړاندیزونه وړاندې کړي. شرکت همدارنګه د خپلو موبایل (ګرځنده) مالي چوپړتیاوو د پلاټفورم ام حواله د بدلون هم وویل، چې اوس به د e& money په نوم وړاندې کېږي. دا چوپړتیا به پیریدونکو ته پرمختللي، اسانه او عصري ډیجیټلي مالي حل لارې وړاندې کړي.








