د زابل ولایت په مرکز کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی ترمینل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د زابل د ځمکني ترانسپورټ او تنظیم رئیس، مولوي نظیف رسنیو ته، ویلي چې په دې پروژه کې د ریاست لپاره درې پوړیزه اداري ودانۍ، د مسافرو تمځای، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات شامل دي، چې چارې یې د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي. د نوموړي په وینا، د دغه ترمینل په فعالېدو سره به د ښار دننه ترافیکي ګڼهګوڼه کمه او مسافرو ته به غوره ترانسپورټي اسانتیاوې برابرې شي.








