د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې ټاکل شوې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې او تفاهم هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک شي. د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان دغه څرګندونې له یو شمېر حکومتي چارواکو سره په لیدنه کې کړې دي. د راپورونو له مخې، ایران او امریکا له څو اوونیو خبرو اترو وروسته د جګړې د پای ته رسولو او د شته اختلافاتو د حل په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې د وروستي کېدو خبر د نړۍ د ګڼو هېوادونو له هرکلي سره مخ شوی او تمه کېږي چې دا پرمختګ به په سیمه کې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لامل شي.








