د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې د وروستي کېدو بهیر وروستي پړاو ته نږدې شوی، خو ښایي تر رسمي لاسلیک وړاندې په ځینو برخو کې بدلونونه هم راشي. د نوموړي په وینا، مذاکرات به په دوو پړاوونو کې ترسره شي؛ لومړی پړاو به د بندیزونو، د ایران د کنګل شویو شتمنیو او هرمز تنګي اړوند موضوعات رانغاړي او دویم پړاو به پر اټومي مسایلو متمرکز وي. عراقچي ټینګار کړی چې که د لومړي پړاو ژمنې عملي نه شي، دویم پړاو ته به ولاړ نه شي. بلخوا، د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول به د هوکړې له عملي کېدو او د واشنګټن د اندېښنو له حل سره تړاو ولري.








