په ایران کې د افغانستان سفارت وایي، د بندیانو د لېږد کمېټې د یوولسم پړاو په دویمه مرحله کې ۱۶۵ افغان بندیان د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته ولېږدول شول. د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، په دې بهیر کې یوه ایرانۍ بندي ښځه هم له افغانستانه ایران ته وسپارل شوه. سرچینې زیاته کړې چې د لېږدول شویو افغان بندیانو په ډله کې اته نارینه او یوه ښځه شامل وو چې مخکې د ایران محکمو د اعدام سزا ورته ټاکلې وه، خو د بهرنیو چارو وزارت او په تهران کې د افغانستان سفارت د هڅو په پایله کې له اعدامه وبښل شول او سزاوې یې پر اوږدمهاله بند بدلې شوې.








