د پروان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د سرخ پارسا ولسوالۍ په چهارده سیمه کې د «حضرت عثمان غني» په نوم د یوې دیني مدرسې د ودانۍ د جوړولو او د ۵۵ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره یاد سړک د سرخ پارسا ولسوالۍ د چهارده کلي څخه د شکردره ولسوالۍ تر ګډې پولې غځېدلی، چې ۵۵ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره سور لري. د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال ویلي، ولایتي اداره هڅه کوي چې لرې پرتو سیمو ته بنسټیزې اسانتیاوې ورسوي او د پراختیايي پروژو پلي کېدو ته دوام ورکړي. د نوموړي په وینا، د پروژو له بشپړېدو سره به د دیني زده کړو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي او د سرخ پارسا او شکردرې ولسوالیو ترمنځ به د تګ راتګ اسانتیاوې هم لا پراخې شي.








