د ا.ا د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت ویلي، چې د کډوالو د دایمي مېشتېدو او ځمکو د وېش پلاوي له لوري په تېره یوه اوونۍ کې ۴ زره ۶۹۴ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې دي. نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا نمرې په بېلابېلو ولایتونو کې وېشل شوې دي، چې له ډلې یې په ننګرهار کې ۱۶۵۹، په هلمند کې ۹۳۴، په فاریاب کې ۸۳۷، په فراه کې ۶۹۷، په غزني کې ۶۷، په پکتیکا کې ۱۰۰ او په نیمروز کې ۱۰۰ نمرې شاملې دي. مسوولین وایي، دا اقدام د راستنېدونکو کورنیو د دایمي مېشتېدو او د هغوی د ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.








