ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د سیاسي، امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت د ارزونې لپاره درې ورځنۍ ناسته ترسره کړي. په دې غونډه کې به د یوناما سرپرسته جورجیت ګانیون، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر استازی او د مدني ټولنې یو استازی د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي. بلخوا افغان حکومت ټینګار کوي چې د افغانستان د وضعیت ارزونه باید د هېواد د واقعي شرایطو پر بنسټ وشي او د یوناما ځینې راپورونه یې یو اړخیز بللي دي.








