د ایران د مذهبي مشر پوځي سلاکار، محسن رضايي ویلي چې تهران به په لبنان کې د نښتو پراختیا ونه زغمي او د دغه هېواد په سویل کې یې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. رضايي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د لبنان په سویل کې د اسراییلو او حزبالله ترمنځ نښتې پراخې شوې دي. نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې وضعیت د لا زیات کړکېچ لوري ته روان دی. له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي ویلي وو چې د ایران او امریکا ترمنځ اوربند باید د لبنان په ګډون ټولې جبهې رانغاړي. بلخوا، د ایران د پارلمان رییس ادعا کړې چې په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو پراختیا او د ایران سمندري کلابندي د اوربند له ژمنو د امریکا د سرغړونې نښې دي. د لبنان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د نښتو له بیا پیل راهیسې په اسراییلي بریدونو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.








