پنجشنبه, اکتوبر 1, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ زده‌کوونکو ته د (غوټۍ کوچنی ټولګی) کتاب ووېشل شو

STR NEWS by STR NEWS
جون 2, 2026
5 0
0
د ماشومانو نړیواله ورځ؛ زده‌کوونکو ته د (غوټۍ کوچنی ټولګی) کتاب ووېشل شو
6
SHARES
24
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سلطان محمود غزنوي منځني ښوونځي سلګونو زده‌کوونکو ته د «غوټۍ کوچنی ټولګی» لړۍ نوی چاپ شوی کتاب «د جراثیمو عجیبه دنیا» او قرطاسیه ووېشل شوه.

یاد کتاب د غوټۍ له خوا د افغان ماشومانو د عامه پوهاوي او علمي پوهې د لوړولو په موخه خپور شوی، چې په کې د جراثیمو، روغتیا او حفظ‌الصحې اړوند معلومات په ساده او ماشومانو ته د فهم وړ ژبه وړاندې شوي دي.

د اکسوس کتاب پلورنځي مسوولین وایي، د دې پروګرام موخه د لرې پرتو او محرومو سیمو د زده‌کوونکو ملاتړ، د مطالعې دود پیاوړتیا او د ماشومانو هڅول دي، څو د کتاب له لارې خپلې پوهې او مهارتونو ته وده ورکړي.

د ښوونځي مسوولینو او ښوونکو دغه اقدام د کلیوالو زده‌کوونکو لپاره ګټور وباله او ویې ویل، چې دا ډول فرهنګي او تعلیمي پروګرامونه د ماشومانو د فکري ودې، د مطالعې د فرهنګ د پراختیا او له نوو معلوماتو سره د هغوی د بلدتیا لپاره مهم رول لري.

زده‌کوونکو هم د یادو کتابونو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د دغو کتابونو له لوستلو سره به د روغتیا، حفظ‌الصحې او نورو علمي موضوعاتو په اړه نوي معلومات ترلاسه کړي او د مطالعې شوق به یې لا زیات شي.

ددغه ښوونځي ښوونکو وویل، چې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت دا ډول نوښتونه نه یوازې د زده‌کړو او مطالعې د پیاوړتیا لامل کېږي، بلکې په لرې پرتو سیمو کې د ماشومانو د علمي او فکري ودې لپاره هم اغېزناک تمامېږي. د دوی په وینا، کتاب او زده‌کړه د ماشومانو د روښانه راتلونکي او د ټولنې د پرمختګ بنسټ جوړوي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

مجاهد: افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی
وروستی خبرونه

مجاهد: افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

سپتمبر 30, 2026
اروپايي ټولنه: د افغانستان تاریخي میراثونو ساتنې ته پاملرنه کوو
وروستی خبرونه

اروپايي ټولنه: د افغانستان تاریخي میراثونو ساتنې ته پاملرنه کوو

سپتمبر 30, 2026
شپږ ایراني هوايي شرکتونه لا هم افغانستان ته خپلې الوتنې لري
وروستی خبرونه

شپږ ایراني هوايي شرکتونه لا هم افغانستان ته خپلې الوتنې لري

سپتمبر 30, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved