په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون د بلخ او سمنګان ولایتونو ته سفر کړی او هلته یې له افغان چارواکو، سوداګرو او راستنېدونکو افغانانو سره لیدنې کړې دي. د یوناما د راپور له مخې، مېرمن ګانیون په دې سفر کې له ښځینه او نارینه سوداګرو سره د اقتصادي وضعیت، ټولنیزو ننګونو او شته فرصتونو په اړه خبرې کړې دي. نوموړې د ښځینه سوداګرو ستونزو ته په اشارې ویلي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د خلکو د ملاتړ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. د یوناما سرپرستې ویلي: «ملګري ملتونه دلته د افغانانو ملاتړ لپاره دي.»








