د کانونو او پټرولیم وزارت له «فاین سټار» ګروپ او «ازره ګرین سټون» د استخراج او پروسس شرکتونو سره د سربو او جستو د معیاري پروسس کارخونې د انتقال او نصب په برخه کې د پانګونې هوکړهلیک لاسلیک کړی دی. د مالوماتو له مخې، د هوکړهلیک د لاسلیک پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري ویلي، دغه وزارت چمتو دی چې د کانونو د استخراج او پروسس او اړوندو کارخونو د جوړولو په برخه کې پانګهوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي د کانونو په برخه کې د پانګونې د پراختیا لپاره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.








