د رویټرز د راپور له مخې، د قطر یوه پلاوي د امریکا په همغږۍ تهران ته سفر کړی، څو د ایران او امریکا ترمنځ د روانو اختلافاتو د کمولو او احتمالي هوکړې لپاره هڅې وکړي. په راپور کې ویل شوي، چې د دې سفر موخه د دواړو لورو ترمنځ د پاتې اختلافاتو حل او د خبرو اترو پرمختګ دی. تر دې مخکې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم د ورته هڅو په لړ کې ایران ته سفر کړی و. بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې د امریکا زیاتې غوښتنې د احتمالي هوکړې پر وړاندې اصلي خنډ بلل کېږي.








