د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر عمومي رییس محمد سعید العیاش په کابل کې د قطر له سفیر مردف القاشوطي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د ثبات، پرمختګ او بشردوستانه فعالیتونو د ملاتړ په اړه د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. همدارنګه ټینګار شوی چې د افغانستان له خلکو سره به د بشري او ټولنیزو اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې ګډې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي.








