په دوحه کې افغان سفیر سهیل شاهین د ګامبیا له سفیر عمر جاح سره په کتنه کې د افغانستان او ګامبیا ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. په دوحه کې د افغان سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د عمومي ثبات او امنیت په اړه مفصل بحث شوی او دواړو لورو د امنیتي وضعیت ترڅنګ د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. خبرپاڼه زیاتوي، دواړو خواوو د راتلونکو اړیکو او تماسونو د پراخېدو لپاره د همکاریو پر دوام هم خبرې کړې دي. د مالوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان دننه د پانګونې پر فرصتونو، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا موضوعات هم د اجنډا مهمې برخې وې او د ګډو علاقو په نورو برخو کې هم نظرونه تبادله شوي دي.








