د هلمند ولایت ځایي چارواکو د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د هوايي بریدونو ترسره کېدل تایید کړي، خو وایي چې د پېښې د مرګژوبلې کره جزییات تر اوسه نه دي تایید شوي. د سیمې یوې امنیتي سرچینو ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې دوه ملکي کورونه په نښه شوي دي. د سرچینې په خبره په دغو بریدونو کې د لومړنیو معلوماتو له مخې څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون اته نور ټپیان شوي دي. بلخوا، د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تېره شپه پاکستاني الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمو کې پر ملکي کورونو بمبار کړی دی. مجاهد دغه بریدونه غندلي او هغه یې د ټولو منل شویو اصولو خلاف «تجاوز او جنایت» بللی دی.








