د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په تېر یوه کال کې ټولې ۷۰ تاریخي ابدې سروې شوي او له دې ډلې ۱۵ نوې ابدې ثبت شوې دي. د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دې برخه کې څلورو ملي او نړۍوالو بنسټونو هم همکاري کړې ده. یاد وزارت زیاتوي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۳ تاریخي ابدې بیارغول شوي او د ځینو نورو د ترمیم چارې لا هم روانې دي. مسوولین ټینګار کوي، چې د تاریخي میراثونو ساتنه د هېواد د کلتوري هویت د خوندي کولو لپاره مهمه ده.








