دوشنبه, مې 4, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

په کابل کې د غوټۍ له لوري د ماشومانو لپاره د «جراسیمو عجیبه نړۍ» کتاب مخکتنه وشوه

STR NEWS by STR NEWS
مې 4, 2026
2 0
0
په کابل کې د غوټۍ له لوري د ماشومانو لپاره د «جراسیمو عجیبه نړۍ» کتاب مخکتنه وشوه
2
SHARES
9
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کابل کې د چین مېډیا ګروپ د پښتو څانګې د خبریالې غوټۍ له لوري د «غوټۍ د کوچنی ټولګی» تر سرلیک لاندې د نوي چاپ شوي کتاب «جراسیمو عجیبه نړۍ» د مخکتنې غونډه ترسره شوه، چې د ښوونځیو زده‌کوونکو، ځوانانو، حکومتي چارواکو او د فرهنګي برخې یو شمېر استازو پکې ګډون کړی و.

دغه غونډه د اکسوس کتاب پلورنځي په همغږۍ جوړه شوې وه او د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوه. په غونډه کې د یاد کتاب د ارزښت او د ماشومانو لپاره د علمي او روغتیايي پوهاوي د لوړولو په اړه خبرې وشوې. ګډونوالو وویل چې دا ډول هڅې کولای شي د ماشومانو د زده‌کړې بهیر پیاوړی کړي او هغوی ته د روغتیا ساتنې په برخه کې مهم معلومات وړاندې کړي.

د اکسوس کتاب پلورنځي مسوول صفي‌الله ناصري وویل چې د غوټۍ نوی کتاب «جراسیمو عجیبه نړۍ» نومېږي او شاوخوا ۵۰۰ د ښوونځیو زده‌کوونکو او ځوانانو ته په وړیا توګه وېشل شوی دی. د هغه په وینا، په دې کتاب کې د ویروسونو، میکروبونو او د بدن د ساتنې په اړه داسې معلومات ځای پر ځای شوي چې ماشومان ترې په اسانۍ سره ګټه اخیستلی شي او خپل پوهاوی زیاتولی شي.

په غونډه کې ګډون کوونکو زده‌کوونکو د کتاب له خپرېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې تر دې وړاندې یې د داسې موضوعاتو په اړه کافي معلومات نه لرل، خو اوس به د دې کتاب له لوستلو وروسته د جراسیمو او د بدن د خوندیتوب په اړه ډېر څه زده کړي. هغوی همدارنګه د غوټۍ له کارټوني ویډیوګانو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ویډیوګانې د دوی لپاره ډېرې ګټورې او تعلیمي دي.

یو زده‌کوونکي وویل چې د غوټۍ دا هڅې د ماشومانو لپاره ډېرې مهمې دي او د جراسیمو په اړه د پوهېدو لپاره ښه لار برابروي، ځکه ماشومان باید د خپل روغتیا په اړه اساسي معلومات ولري او دا ډول کتابونه ورته عملي لارښود وي. بل ګډونوال وویل چې دا کتاب د ماشومانو لپاره ډېر په زړه پورې دی او هغوی ته دا ور زده کوي چې څنګه خپل بدن د مکروبونو له خطر څخه وساتي.

یو شمېر ښوونکو او ګډونوالو هم وویل چې د غوټۍ دا ډول فعالیتونه د ماشومانو د ذهني ودې لپاره مهم دي او د زده‌کړې سره د هغوی علاقه زیاتوي. د هغوی په وینا، دا ډول کتابونه د ماشومانو د فکري ودې ترڅنګ د هغوی د عملي ژوند لپاره هم ګټور تمامېږي او باید لا زیات ورته کار وشي.

ګډونوالو همدارنګه د چین مېډیا ګروپ هڅې وستایلې او ویې ویل چې دوی تل د افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده او دا ډول فرهنګي او علمي پروګرامونه کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. هغوی له غوټۍ وغوښتل چې د «غوټۍ د کوچني ټولګي» لړۍ نوره هم پراخه کړي او د ماشومانو او ځوانانو لپاره نور تعلیمي کتابونه هم ولیکي.

د یادونې وړ ده چې دا د غوټۍ د ماشومانو لپاره د علمي کتابونو د لړۍ درېیم ټوک دی. تر دې وړاندې هم هغې دوه نور کتابونه لیکلي او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې په وړیا توګه وېشلي دي. تمه کېږي چې «جراسیمو عجیبه نړۍ» به هم د هېواد تر لرې پرتو سیمو پورې د ماشومانو لاسونو ته ورسېږي او د هغوی د روغتیايي پوهاوي په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

په کابل کې د غوټۍ له لوري د ماشومانو لپاره د «جراسیمو عجیبه نړۍ» کتاب مخکتنه وشوه
وروستی خبرونه

په کابل کې د غوټۍ له لوري د ماشومانو لپاره د «جراسیمو عجیبه نړۍ» کتاب مخکتنه وشوه

مې 4, 2026
کندهار؛ هر کال شاوخوا ۵۰ زره ټنه خوراکي غوړي تولیدېږي
وروستی خبرونه

کندهار؛ هر کال شاوخوا ۵۰ زره ټنه خوراکي غوړي تولیدېږي

مې 4, 2026
مولوي ګل حسن حسن؛ په مسکو کې د قفقاز نړیوال پانګیز فورم کې ګډون کړی
اقتصاد او سوداګري

مولوي ګل حسن حسن؛ په مسکو کې د قفقاز نړیوال پانګیز فورم کې ګډون کړی

مې 4, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved