د کندوز ولایت په کلباد ولسوالۍ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې دي. د چارواکو په وینا، په دغه روغتون کې به بېلابېلې روغتیایي څانګې فعالې وي، چې د سیمې اوسېدونکو ته به معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړي. ورته مهال، د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ کې هم د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بل روغتون د جوړولو کار پیل شوی دی. چارواکي وایي، د دغو روغتیایي مرکزونو جوړول به د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي او د روغتیایي خدماتو د پراختیا په برخه کې به یو مثبت ګام وي.








