د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف د بېلاروس له سفیر الکساندر اوګورودنیکوف سره د افغانستان په اړه د راتلونکو همکاریو پر امکاناتو خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې، دا لیدنه په تاشکند کې ترسره شوې، چې پکې دواړو لورو د افغانستان اړوند عملي همکاریو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. په دې خبرو کې ټینګار شوی، چې دواړه هېوادونه به خپلې اړیکې او ګډې همکارۍ لا پیاوړې کوي او د افغانستان د وضعیت په تړاو به دوامداره سلا مشورې روانې ساتي. په ناسته کې د ازبکستان او بېلاروس ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو اړوند یو شمېر نور موضوعات هم څېړل شوي دي.








